ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ لوی رياست په همکارۍ او د وزن پورته کولو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په لسو عمري کټګوريو کې د يوې ورځې لپاره د وزن پورته کولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې ۱۵ ورزشکاران د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شول او همدارنګه څو ورځې وروسته به د کندهار ولايت په کوربتوب د ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شي.

د وزن پورته کولو فدراسيون مسولينو د دغو سياليو موخه د راتلونکو لوبو لپاره د ورزشکارانو چمتو والی او د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل ياد کړي دي، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شوي دي.