ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په راتګ سره د رغنیزو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلا بېلو ناستو کې د مختلفو سیمو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې علماوو او قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د امنیت د ټنیګښت مننه کړې او ویلي یې دي؛ په سیمه ییزو ادارو کې د خلکو غږ اورېدل کېږي او د لومړنیو خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی رامنځته شوی دی.

دوی په خپلو سیمو کې د ولسونو د اقتصادي پياوړتیا او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره د لویو پراختیايي پروژو د پلی کولو غوښتنه کړی او زیاته کړې یې ده، چې خلک د حکومت د هر راز ودانیزو چارو ملاتړ کوي او ورسره همکار دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ټولو حکومتي بنسټونو دروازې د ملت پر مخ پرانستې دي او ولسونه کولی شي د خپلو غوښتنو ترڅنګ سلا مشورې هم له مسولینو سره شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغان ولس د قربانیو په پایله کې هېواد ته د ثبات او بشپړ امنیت په راتګ سره، د رغنیزو پروژو پلي کولو ته زمینه برابره شوې او اسلامي امارت هڅه کوي له شته امکاناتو څخه د افغانستان د بیارغاونې لپاره کار واخلي.