د چهارشنبې ورځ، د ۲۶/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۳/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۲۵ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۱ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۶۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۱۳۰ کورنیو سره مرسته شوې، چې ټولې لس میلیونه او ۶۴ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې د تورخم په عمري کمپ کې ۲۵ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۱۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کندهار او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۶۲ کورنیو سره ټولې ۵۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۱۱۵ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ٦۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۵۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۵۲۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۰٦ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۱۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱ یو زر او ۹۳۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له ۴۶ کورنیو سره ټولې ۳۴۸ زره مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۱۹۰ کورنۍ د مېشتېدنې لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۸۶ کورنیو سره ۵۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې د هرات په اسلام کلا کې ۱۷۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۸۵ کورنۍ، یو زر او ۵۴۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۸۶ کورنۍ، ۴۶۶ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۲۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۰۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۵۹ عدده