د غزې په خان یونس ښار کې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون ۱۲ کسان شهیدان شوي دي.
فلسطیني چارواکو ویلي، دغه برید د خان یونس ښار ختیځ کې د ملګرو ملتونو له لوري پر یوه اعلان شوې امن سیمه شوی دی.
بل لور ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسرائیلو صهیونستي رژیم له لوري د تخلیې تر امر وروسته ۲۵۰ زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.