ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اهل تشیع علما د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت مسولینو په هڅو هېواد کې مثبت بدلونونه لیدل کیږي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر اهل تشیع علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې اهل تشیع علماوو ویلي، په هېواد کې د اشغال له خاتمې او د اسلامي حکومت له راتلو وروسته سراسري امنیت ټینګ شوی دی، د خلکو ترمنځ د ورورۍ روحیه پیاوړې شوې، نشه یي توکي او په هېواد کې د فساد ټول ډولونه له منځه تللي، چې دا د اسلامي امارت د مسولینو د کوښښونو او زحمتونو پایله ده.

دوی زیاته کړې؛ اهل تشیع علما، مشران او خلک اسلامي امارت د خپل ځان ګڼي او د نورو ورونو ترڅنګ د اسلامي نظام هر ډول ملاتړ ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت نظام هم ټولو افغانانو پوړې اړه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، موږ ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د خپل نظام دفاع او ملاتړ وکړو.