ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، قومي مشرانو او علمای کرامو د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې، چې د ولسونو ستونزې په سړه سینه اوري او ورته رسېدنه کوي.

دوی همدا راز د دوحې په دریېمه غونډه کې د اسلامي امارت د دریځ په شمول د اسلامي امارت د کورني او بهرني سیاست ملاتړ کړی.

قومي مشرانو ویلي، د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان له تبعیض پرته په یو ټغر راټول شوي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی او په هېڅ قیمت به د خپلو ولسونو او اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر معامله ونه کړي.

مولوي صاحب عبدالکبیر زياته کړې، د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې، د ټولو شریک دی او هر افغان له توپیري چلند پرته پکې ځان لیدلی شي.