ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

 مولوي ذبیح الله مجاهد: په دوحه۳ ناسته کې مو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته د سپارلو غوښتنه وکړه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د دریمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته له ملي ټلویزیون سره په مناظره کې دغه ناسته یوه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې یادو هېوادونو په افغانستان کې پرمختګونه منلي او له افغانستان سره یې د خصوصي سکټور د پياوړتيا او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، د دوحې د ناستې په څنګ لورو کې یې د ملګرو ملتونو له مرستیال او د امریکا له استازي سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته د سپارلو په اړه هم خبرې کړې دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، د دوحې د غونډې په پای کې یې د یادو هېوادونو له استازو سره پر اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي مسایلو او په کابل کې د یادو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانستلو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره هم له امریکايي زندانونو د افغان بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

همداراز یې د یادو هېوادونو له استازو سره د اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو مسایلو او په کابل کې د سفارتونو د بیا پرانستلو په اړه هم خبر کړي.

د اسلامي امارت ویاند په دې مناظره کې د ټولنې د اصلاح لپاره د رسنیو رغنده نیوکې مهمې وبللې او وايي چې د رسنیو سالمې نیوکې کولی شي حکومت او ولس خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.