ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو نن پیل شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې نن( جمعه، د چنګاښ ۱۵مه) په ایران او بهر کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې پیل شوې.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو څوارلسم پړاو تېره جمعه( د چنګاښ اتمه) د څلورو نوماندانو په شتون کې سره ترسره شوې، چې په لومړي پړاو کې هېڅ یو نوماند هم په مطلق اکثریت رایو بریالی نشو.

د نوماندانو په منځ کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ته یی لاره پیدا کړه.