ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: د افغانستان هر وګړی د اسلامي نظام رعیت دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د اسلامي نظام ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه کې د افغانانو د سر ښندنو په اړه خبرې کړي او قومي سپین ږیرو ته یې د هېواد له ښېرازۍ، پرمختګ، اقتصادي ودې او هوساینې په اړه ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي؛ د نړۍ ځینو هېوادونو ته دا د منلو وړ نه ده، چې افغانستان دي په پښو ودرېږي، خو زه ډاډ درکوم چې دا هېواد به دومره وده کوي چې هیڅوک به یي بیا سیال نه وي.

ښاغلي نوري د اسلامي امارت په ټینګولو کې د ولسونو ستړیاوې ستایلي او زیاته کړې یې ده، جهاد مو ستاسو په مټو کړی او د اسلامي نظام ارزو هم ستاسې وه.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي؛ ټول ولسي وګړي په خپلو زړونو کې درد لري، نن مو خپلې ستونزې راسره شریکې کړئ تر څو د حل لارې ورته ولټوو.

قومي مشرانو او ولسي سپین ږیرو په بامیانو ولایت کې د لسو ولایتونو له استازو سره د اسلامي نظام د ثبات غونډې پر مهال د اسلامي امارت ملاتړ خپله وجیبه بللې، د نظام او شریعت په ننګه یې د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ وړاندې کړی.

یادو استازو د اسلامي امارت ټولې هڅې ستایلي او ويلي يي دي؛ د نظام مشران داسې کسان دي چې دوه دورې اشغال یې مات کړی، دا هغه با تجربه مسولین دي چې په خپل ټول قوت د دې ملت د هوساینې په برخه کې کوټلي ګامونه اخلي.

دوی همدارنګه ویلي؛ د اسلامي امارت خارجي سیاست دومره بریالی دی، چې اشغالګر یې هم په کامیابي اعتراف کوي او همداراز یې د امیرالمؤمنین د مالیې د بښلو او کمولو له فرمان څخه هرکلی کړی او په ولسونو یې د لا ښې همغږۍ غږ کړی.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ نن له ۴۳ کلونو وروسته داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې له خپلو وروڼو سره په یوه میز خپل افتخارات شریکوو، هغه ټول تبعیضونه له منځه تللي چې مخکې یې زموږ ترمنځ د قوم، سیمې او ژبې په نومونو تفرقه رامنځته کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله حاجي نجیب دولتي مسولینو ته د ښېګڼې او نرمي توصیه کړې او له ولسي وګړو څخه یې د ملي یووالي او همغږي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د نړیوالو ټولې دسیسې دلته شنډې شوې او هیڅوک هم نه شي کولی چې زموږ امن ته کومه ستونزه پېښه کړي.

د فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رییس شمس الدین شریعتي د ولس د مېړانې ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ دا داسې غیور ملت دی چې د هرې بلا پر وړاندې په مېړانه درېدلی، خپلې خاورې، ولس او اسلام ته متعهد او وفادار دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په یوه قوم، سمت او ژبې پورې اړه نه لري، بلکې د دې هېواد هر وګړی د اسلامي نظام رعیت دی.

د ولسي انسجام په دغه غونډه کې د لسو ولایتونو د قومي سپین ږیرو په شمول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، د جرګو او قبایلي چارو مرستیال، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس، د وزارت مل پلاوي، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، د فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رییس، د بامیانو والي سرحدي او نورو ګڼو ولایتي مسؤلینو ګډون کړی و.