ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: د تېر ۲۰ کلن جهاد ارزښتونو د خونديتوب په موخه کابل کې د جهادي موزیم د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنک او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وايي، د تېر ۲۰ کلن جهاد د ارزښتونو د خوندي کولو په موخه د جهادي موزیم د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه موزیم کې به د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو د شهکارۍ آثار او نمونې نندارې ته وړاندي کړل شي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د تېر شل کلن جهادي مزل پاتې شونې آثار را ټول او د جهادي موزیم په چوکاټ کې یې خوندي وساتي.

د جهادي ارزښتونو په نوم په دغه موزیم کې به د اسلامي امارت د مجاهدینو د شهکارۍ د آثارو تر څنک؛ د امریکا په مشرۍ د ناتو ځواکونو د بربریت او ظلم نمونې هم نندارې ته کېښودل شي.