ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو

د ایران د ټاکنو بنسټ اعلان کړی، چې اصلاح غوښتونکی نوماند مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وګټلې.

د ایران دویم پړاو ولسمشریزې ټاکنې پرون (جمعه) ترسره او پایله کې مسعود پزشکیان د ۴۹.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ایران په دویم پړاوو ټاکنو کې ټولټال ۳۰ میلیونه، ۵۳۰ زره او ۱۵۷ رایې کارول شوي، چې له ډلې یې ۱۶ میلیونه، ۳۸۴ زره او ۴۰۳ یې مسعود پزشکیان او ۱۳ میلیونه، ۵۳۸ زره او ۱۷۹ رایې سعید جلیلي وګټلې؛ چې په پایله کې یې اصلاح غوښتونکی نوماند مسعود پزشکیان د رایو په اکثریت سره د ایران لپاره نهم ولسمشر وټاکل شو.

د ټاکنو دا دویم پړاو له هغه وروسته ترسره شو، چې د جون پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید و نه توانېد، چې له نیمايي ډېرې (۵۰+۱) رایې ترلاسه کړي.

په لوموړي دور ټاکنو کې مسعود پزشکیان د ۱۰ میلیونه، ۴۱۵ زره او ۹۹۱ او سعید جلیلي بیا د ۹ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایو په ګټلو سره له نورو مخکښ ګڼل شوي وو.

نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په لومړنۍ ولسمشریزه وینا کې ویلي، چې په خپل ټول تاوان به ایران ته کار وکړي او د ایرانیانو د ژوند د ښه والي په موخه به هڅې وکړي.  

نوموړی د ایران په لوېدیځ اذربایجان کې زېږېدلی او د سیاست ترڅنګ طبابت کې هم زده کړې لري.

په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې له هغه وروسته اعلان شوې، چې په مې میاشت کې د دې هېواد مخکینی ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په یوه پېښه کې ووژل شو.