ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۹/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۷۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۰۰ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۶ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۶۵زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۴۵۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د تورخم په عمري کمپ کې ۴۸ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۶۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، کندهار او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۲۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۹۱ کورنیو سره ټولې۷۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۷۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۸۷ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۶۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې دوه تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د هرات په اسلام کلا کې ۶۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۸۹ کورنۍ، ۹۴۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵۴ کورنۍ، ۳۱۹ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۴۵ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۵۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۴۸ عدده