ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ د شهزاده سرای تر څنګ د سوداګریز مرکز په جوړولو بحث وشو

د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه کې د شهزاده سرای تر څنګ د سوداګریز مرکز په جوړولو هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅېړي او راپور یې دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د دې تر څنګ د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور واورېدل شو او له بحث وروسته تایید شو.

دغه راز تصمیم ونیول شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري.

د دې تر څنګ د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه بحث او په دې اړه اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې شوې دي.