ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لندن کې لسګونه زره کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کړی

د راپورونو له‌مخې تېره ورځ (شنبه، د چنګاښ ۱۶مه) د برېتانیا په پلازمینه لندن کې لسګونه زره کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کړی.

یادو لاریون‌کوونکو د برېټانیا له نوي لومړي وزیر څخه غوښتي، چې غزه کې دې د اوربند لپاره هڅې وکړي.

له دې سره هم‌مهاله اسرائیلو کې هم لاریونونو زور اخیستی او د نتانیاهو د حکومت له منځه وړلو غوښتنه یې کړې ده.

تازه نن یکشنبه د تل‌ابیب په شمول د اسرائیلو په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونه شوي.

یاد لاریون کوونکي د اسرائیلي چارواکو د کورونو مخې ته راټول شوي، د نتانیاهو او د هغه د حکومت له منځه وړلو او د بندیانو د تبادلې غوښتنه یې کړې ده. دغه‌راز د نن ورځې لاریونونه د پرون په ادامه جریان لري.

تېره ورځ هم سلګونه زره لاریونوالو د نتانیاهو د کابینې ختمولو، د سملاسي ټاکنو او د بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

اسرائیلو کې دننه او بهر داسې‌مهال لاریونونه زور اخلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې غزه کې د صهیونیستي رژیم وحشتونه زیات شوي.

تازه د غزې په نصیرات بې‌ځایه شویو مېشت‌غالي کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي عسکرو له لوري هوايي برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۶ کسان شهیدان او ۷۵ نور ټپیان دي. په شهیدانو او ټپيانو کې ډېر شمېر ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل دي.