د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په حکم غور کې د یوه هستوکنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره تفصیلي پلان جوړېږي.
یاد تفصیلي پلان د یاد ولایت د والي مولوي احمد شاه دین دوست او د کور او ښار جوړولو رییس مولوي غلام یحی ارصاد د غوښتنې پر اساس ترتیبېږي.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني ته دنده سپارلې، تر څو د اړوندو ریاستونو له مسولینو او تخنیکي ټیم سره ناسته وکړي او غور ولایت کې د هستوګنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره د تفصیلي پلان پر چمتو کولو کار وکړي.
له دې سره سم شیخ مدار علي کریمي بامیاني د سروې، تفصیلي پلان، زیربنا او نورو اړوندو ریاستونو استازو ته دنده سپارلې، چې کاري ټيمونه برابر او د سروې او کروکي په موخه غور ولایت ته ولېږي، چې هلته به د والي او د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ځمکه ورته په نښه او چارې پیل کړي.
یاد وزارت له ځايي مسولینو غوښتنه کړې، چې د سروې ټیمونو له ورتګ مخکې دې د یادې ځمکې د تصفیې او د اړتیا وړ نور ټول اسناد کابل کې دغه وزارت ته واستوي.