د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، د سیمکارټونو د طرزالعمل د پلي کېدو له پیله تر دې دمه لس میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، کابل کې یاده پروسه ۶۰سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي، همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰ زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لارښوونه شوې، چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولی شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیمکارټونه ترلاسه کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت زیاته کړې، که څه هم یاده پروسه افغانستان کې پر یوې پیچلې موضوع بدله شوې وه او د معما بڼه یې غوره کړې وه، چې د حل په موخه یې موثر ګام نه و پورته شوی، خو اوس افغانستان کې د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل شو چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه یوه قانوني او بریالۍ پروسه طی کوي.
افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارټونه ۲۳میلیونو ته رسېدلي، چې په دې شمېر د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کېدل هم یوه موضوع وه.
د دې موضوع د حل په موخه مخابراتي شرکتونو ته د مخابراتو وزارت له طریقه سیسټم جوړ او دوی ته یې د ثبت او راجسټر پروسه آسانه کړه او همدا راز مخابراتي شرکتونه ته ویل شوي، چې د خپل ظرفیت د لوړولو او همدا راز هېوادوالو ته د سهولت په موخه باید سیار ټیمونه موظف کړي چې اوسمهال زرګونه خلک د همدې پروسې د ثبت او راجسټر پروسه کې په سیار ډول کار کوي او د طرزالعمل په اساس سیمکارټونه ثبتوي.