د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ازربایجان هېواد له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې، د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د درملو د صنعت برخه کې د تجربو شریکول، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند خبرې کړې دي.
نوموړي همداراز په یوه بله لیدنه کې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له مشرې شاویلي سره د سوء تغذیې ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا او د تغذیې اړوند ورته نورو حمایوي پروژو د پلي کېدو او څرنګوالي اړوند بحث کړی دی.
مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان د هڅو د قدرداني ترڅنګ د لا دوامدارې همکارۍ او خدماتو د پراختیا غوښتنه کړې، ترڅو د سوء تغذیې ناروغانو لپاره لا پراخ او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په یوه بله لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د لا پیاوړتیا په موخه د روغتیايي سیستم د پرمختګ، د مرستو د تنظیم پر روڼتیا او اسانتیا، د روغتیايي لګښتونو د ارزونې، د پلي کوونکو موسسو اړوند په روغتیايي خدماتو کې د ستونزو او په روغتیايي سکتور کې د عامه مشارکت اړوند د عامې روغتیا وزارت له عمومي ریسانو او مسولینو سره هم لیدنه کړې.
نوموړي په یاده لیدنه کې د ټولو ګډونوالو ته د روغتیايي سیستم د پرمختګ لپاره د هر ډول مشروع هڅو او کوښښونو سپارښتنه کړې او په وینا یې د ولسونو لپاره د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو لپاره باید لا زیاتې هڅې تر سره او ولسونو ته اسانتیاوې برابرې شي.