ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابينې لومړۍ غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل- کندهار لويې لارې په اړه بحث وشو


د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لومړۍ غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه «د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۱۸مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.

غونډه کې له اجنډا سره سم د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلو متره ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو او يو پلاوی وټاکل شو، ترڅو د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅيړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د کابل- کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دوهم سرک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايله دې يې د رياست الوزرا مقام سره شريکه کړي، ترڅو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.