د امریکا د تګزاس ایالت په سویل ختیځ کې د “بریل” په نوم سخت توپان له امله څلور کسان وژل شوي.
دغهراز په لویو لارو کې سیلابونه راوتلي، نفتي بندرونه تړل شوي او د ۲.۷ میلیونه کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د راپورونو پر اساس امریکا متحده ایالاتو کې د شدید توپان د اټکل له امله یو زر او ۳۰۰ الوتنې هم لغوه شوې او ډېری هوايي شرکتونو خپلې الوتنې ځنډولې دي.
امریکا کې د توپان ادارې (اناچسی) اعلان کړی، چې “بریل” توپان پرون سهار (دوشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) تکزاس کې ماتاګوردا ساحلي ښار ته رسېدلی او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.
تګزاس کې چارواکو د توپان د نورو سختو څپو او تېزو ورښتونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ښايي د باران اندازه ۳۸ سانتي متره ته ورسېږي او لا نور سخت سېلابونه راووځي.