ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو

عامې روغتیا وزارت وايي، چې پرون دوشنبه (د چنګاښ ۱۸مه) د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به له پینځو کلونو کم‌عمره نږدې ۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د نوموړي په وینا؛ روان کال هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.

ښاغلی شرافت زمان له قومي مشرانو، دیني عالماوو او استادانو غوښتي، چې هېواد کې د دغه ویروس د له منځه وړلو په موخه له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

ورته مهال دیني عالمان هم د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق د ماشومانو لپار اړین بولي او له هېوادوالو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره دې واکسین تطبیق کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د نړيوالو موسسو په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين په دويم پړاو کې څه باندې ۱۱.۲ ميليونه ماشومان واکسین شول.