ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیانو ولایت کې د تاریخي ابدو پیژندلو په موخه د لرغوني بامیان په نوم کلتوري جشن جوړ شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، بامیانو ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (لرغوني باميان) تر نامه لاندې فرهنګي جشن د بامیانو والي، د دولتي ادارو مسولينو، شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندانو، فرهنګپالو او ګن شمېر د هنر مينه‌والو په شتون کې جوړ شوی.

 د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي صفي‌الله راید ویلي؛ د دې جشن له ترسره کولو څخه يې موخه، د بامیانو د تاریخي ابدو او جاذبو پیژندل، د بامیانو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو هڅول او له بامیانو څخه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د نویو معلوماتو وړاندې کول دي.

 ښاغلي راید د بامیانو د لرغونو او تفریحي سیمو په اړه د یوې مجلې په بڼه د مقالو د خپرولو او نړیوالو ژبو په ځانګړې توګه انګلیسي ته د ژباړې یادونه کړې.

 د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي له شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو غوښتي، ترڅو په خپلو مقالو او اثارو کې د افغانانو زړورتیا، عزت، قربانۍ او ویاړونه هغو دښمنانو او پرديو ته وښيي، چې تل د افغانستان لپاره د نفاق، ورانۍ، تفرقې او تباهۍ هڅه کوي او هغوې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

 د باميانو والي زياته کړې، د باميانو محلي اداره د ليکوالانو، شاعرانو او نقاشانو ملاتړې ده او د هر ډول کلتوري پروګرامونو، چې د اسلامي شريعت اړوند وي د ترسره کولو بشپړه همکاره ده.

دغه فرهنګي جشن د هغو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو لپاره چې د بامیانو د لرغونو او تاریخي سیمو په اړه یې معلومات چمتو کړي او مقالې لیکلي دي، د ستاینې سندونو او نغدو جایزو په ورکولو سره پای ته ورسېد.