ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: د امربالمعروف وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتونو اورېدلو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه بللې او ویلي یې دي، کوم احکام چې د یاد وزارت له لوري توصیه کیږي، معلوم اسلامي احکام دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي، چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین شوي دي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي.