ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه کمپ د اسرائیلو برید؛ ۲۹ کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي

فلسطیني چارواکي وايي، چې صهیونیستي رژیم د غزې په سوېل د خان یونس په عبسان الکبیره ښار کې د ملګرو ملتونو العوده ښوونځي څخه بهر د کډوالو په خېمو هوايي برید کړی.

په دې برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د النصر روغتون ډاکټران وايي، چې د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د شهیدانو شمېر نور هم لوړ شي.

په العوده ښوونځي کې د خان یونس له ختیځو کلیو څخه بې‌کوره شویو وګړو پناه اخیستې.

عیني شاهدان وايي، چې صهیونیستي رژيم له خبرداري پرته د ملکي خلکو په یوه ټولي برید وکړ، خلک شهیدان او ټپیان شول او د مرستې لپاره نه امبولانس و او نه کوم څوک و.

دوی زیاتوي؛ خلک مري او ټپیانېږي، خو څوک یې نه پوښتنه او نه مرسته کوي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې د العوده ښوونځي ته څېرمه د بې‌کوره او بې‌سرپناه فلسطینیانو پر کمپ څلورم خونړۍ برید دی.

د تېرې شنبې په ورځ صهیونیستي رژیم په نصیرات کې د ملګرو ملتونو پر الجوني ښوونځي برید کړی و، چې ۱۶ کسان پکې شهیدان شول.

دغه‌راز د دوشنبې په ورځ یې نصیرات کې پر یوه بل ښوونځي برید وکړ، چې ګڼ کسان پکې شهیدان او ټپیان شول.

د راپورونو له‌مخې اسرائيلي یرغلګرو د غزې پر بېلابېلو سیمو خپل بریدونه زیات کړي او د یادو سیمو اوسېدونکي یې اړ کړي ترڅو خپل کورونه او د استوګنې ځایونه یو ځل بیا پرېږدي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۸ زره او ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.