ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان لېسټ‌اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرېکټ‌بورډ او ملي راډیو ټلویزیون رهبرۍ له لوري نن ( چهارشنبه، د چنګاښ ۲۰مه ) په کندوز ولایت کې اووم پړاو لېسټ‌اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې میوند اتلان، هندوکش‌سټارز، پامیر لیجینډز او ماهیپر‌سټارز لوبډلو ونډه اخیستې، چې د ۱۶ ورځو په موده کې به ټولټال ۱۳ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلان او پامیرلیجینډز لوبډلې ډګر ته ښکته شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د ملي راډیو ټلویزیون پر ویب‌سایټ، ملي‌سپورټ چینل او RTA اپلېکیشن باندې خپریږي.