د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د چین له سفیر ژاو ژینګ سره د لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي، د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه یې له مهمو مسولیتونو څخه ده.
د چین سفیر ویلي؛ موږ د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونو ته درناوی لرو او د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له پراختیا څخه خوښ یو.
ژاو ژینګ د افغانستان په کلتوري برخه کې د چين د روانو پروژو يادونه کړې او زياته کړې یې ده، افغانستان د خپلو تاريخي اثارو او لرغونو سیمو له امله د نړۍ له بډايه هېوادونو څخه دی او همداراز یې په فرهنګي برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
ملا خیرالله خیرخواه د هېواد د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې په برخه کې د چين د همکاريو د قدرداني ترڅنک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر لا پراختيا باندې ټينګار کړی او ویلي يي دي؛ د فرهنګي ميراثونو ساتنه يواځي د افغانانو دنده نه ده، بلکې د نړۍ دنده هم ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.