ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ملي او زېربنايي پروژو بشپړولو ته لومړيتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سياسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ته د ملي پراختيا شرکت د پروژو او د قوش تېپې کانال کارونو په اړه معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویلي، چې د ملي پراختیا شرکت د هېواد د ابادۍ لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزرا سياسي مرستیال د یاد شرکت فعالیتونه د هېواد د ابادۍ او ځان بسیاینې لپاره ګټور بللي او ویلي یې دي، اسلامي امارت له هغو شرکتونو ملاتړ کوي، چې د هېواد په ابادولو کې ونډه اخلي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د قوش تېپې کانال د افغانستان لپاره مهمه او حیاتي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد په کرنه او اقتصاد کې پام وړ بدلون راشي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد سترو، ملي او زېربنايي پروژو چارې یو پر بل پسې پلې کوي.