ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو پچه‌اچونه ترسره شوه

د افغانستان فوټسال غوره ليګ دريم پړاو سياليو د پچې اچونې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون، بدني روزنې رياست او ملي راډيو تلويزيون مسولينو ترڅنګ په دغه لیګ کې د لوبېدونکو فوټسال لوبډلو مسولين هم شتون درلود.

دغو مراسمو کې د فوټسال فني مرستيال فريد احمد يوسفزي یادې لوبې راتلونکې کې د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د لا قوي کولو لپاره مهمې بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د نورو کلونو په پرتله به دغه لیګ ښه ترسره شي.

د یادو لوبو د خپراوي په اړه د افغانستان ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رییس مولوي نور محمد حنیف ډاډ ورکړی، چې دغه ملي رسنۍ د ورزش او لوبو ترڅنګ ولاړه او هڅه کوي ملي او محلي سيالۍ د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د هېوادوالو تر کورونو ورسوي.

د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو د پچې‌اچونې له مخې به د دې سیالیو لومړۍ لوبه راتلونکې دوشنبه د چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د شمس ایف ‌سي او ظاهر اسد لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تېر کال د فوټسال غوره ليګ دويم پړاو سياليو اتلولي‌ د کابل صداقت لوبډلې ګټلې وه.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د چنګاښ میاشتې له ۲۵ مې نېټې په ژوندۍ او قانوني بڼه له ملي سپورټ تلویزیون څخه نشر شي.