ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزرات: د پکتیا ولایت په سیمه‌ییز روغتون کې څه باندې ۳۴ زره جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د تېر یو کال په ترڅ کې د پکتیا ولایت سیمه ییز روغتون کې څه باندې ۳۴ زره جراحي عملیاتونه ترسره شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، په یادو جراحي عملیاتونو کې څلور زره او ۶۲۲ ستر عملیاتونه وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په کامیابه توګه ترسره شوي.

سربېره پر دې یاد روغتون کې ۳۷۲ زره ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او نږدې ۱۷ زرو ناروغانو ته داخل بستر(IPD) خدمات وړاندې شوي دي.