د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د مرکزي قول اردو د رییس ارکان ملا عبدالمنان محمود په ګډون د اسلامي امارت له یو شمېر مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
لیدنه کې مولوي عبدالمنان محمود د نورو په استازیتوب د مرکزي قول اردو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د مجاهدینو وضعیت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د یادې قول اردو مجاهدین شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو د امنیت د تامین په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او د اسلامي امارت د مشرانو د هر ډول احکامو اجرا کولو ته تیار دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال او تر هغې را وروسته د اسلامي نظام د بقا په موخه د ټولو مجاهدینو زړورتیا او سرښندنې وستایلې او څرګنده یې کړه؛ هغه نظم او امنیت چې نن په هېواد کې حاکم دی د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو د نه ستړي کېدونکو زحمتونو او هلو ځلو پایله ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به تل د مجاهدینو د مېړانې او سرښندنې قدرداني کوي.