ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نور احمد اغا د افغانستان بانک د نوي رییس په توګه دنده پیل کړه

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا، چې د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۵/ ۱۲/ ۲۹ نېټې د ۷۵۹ ګڼې حکم په اساس د افغانستان بانک د رییس په توګه ټاکل شوی وو، نن یې خپله دنده پیل کړه.

په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله تعالی له باور مننه کړې، چې نوموړي ته یې د افغانستان بانک د چارو لوی مسولیت وسپارو.

نور احمد اغا د افغانستان بانک له مخکیني رییس هدایت الله بدري سره د کار کول په نیکۍ یاد کړی او هغه ته یې په نوې دنده کې هم د بریالیتوب غوښتنه کړې.

د افغانستان بانک رییس، د افغانستان بانک د کارکوونکو له همکارۍ مننه کړې او پر دوام یې ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانۍ ثبات، له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اړیکو ساتنه، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د بانکي څارنې لا ډېرول، د غیر بانکي مالي موسساتو د فعالیتونو میکانیزه کول، د نغده بازار کمول او د بريښنايي اداینو پراختیا، د سیستمونو وصل او د کوچنیو پورونو د ورکړې په برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کول هغه موخې دي، چې د خپل ماموریت په ترڅ کې به ورته ډېره پاملرنه وکړي.

د یادونې وړه ده، چې نور احمد اغا له دې وړاندې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله، په یاده موده کې د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د غوره پلي کېدل، بانکي سکتور د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، غیربانکي مالي سکتور د فعالیتونو د میکانیزه کولو، اداینو د سیستمونو، معلوماتي تکنالوژۍ، بشري سرچینو، مالي خدمتونو د پراختیا او زیات شمېر نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې په یادو لاسته راوړنو کې نوموړي لویه ونډه درلوده.