ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان تر ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه

افغان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې ترکمنستان هېواد ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو په پینځمه درجه کې یې ځای خپل کړ.

یاده لوبه د یوـ یو ګول په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده؛ خو په پینالټیو کې د ۸/۷ ګولونو په توپیر افغانستان بریا خپله کړه.

له دې وړاندې افغانستان په خپل ګروپ کې تاجکستان او قرغیزستان ته لوبې بایللې وې.

یادې سیالۍ د قرغیزستان هېواد په جلال اباد ښار کې د جولای پر پینځمه پیل شوې دي، چې سبا د جولای تر ۱۲ مې به دوام وکړي. د یادو سیالیو پایلوبې ته د ایران او قرغیزستان هېوادونو لوبډلې وتلې دي، چې ګټونکې لوبډله به د سیالیو اتله شي.