ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د ۵۶ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ٢٨ جوړو (۵۶) پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د پهلوانانو د جسماني ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پایله کې ٢٨ پهلوانانو بریاوې خپلې کړې.

د سیالیو په پای کې د کندوز ولایت د ورزشي ریاست له لوري ګټونکو پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.