ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان د سرحدي سیمو وزیر او په یاد هېواد کې د افغان سفیر لیدنه؛ د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټې په جوړولو خبرې شوي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر تر سفر وروسته د افغان کډوالو د وضعیت د پرمختګ په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر ویلي؛ چې د ښکېلو ادارو په مرسته یې د افغان کډوالو POR کارټونه د یو کال لپاره غځولي دي.

امیر مقام  زیاته کړې؛ پاکستان د کډوالو اجباري ایستل نه غواړي، بلکه د هغوي د باعزته او په خپله خوښه ستنېدو غوښتونکی دی.

پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر د کډوالو کوربه‌توب په پار له پاکستان څخه مننه کړې، د کډوالۍ کارتونو د غځولو په اړه یې د یاد هېواد د وروستۍ پریکړه ستایلې او د یادو کارټونو د مودې زیاتوالي غوښتنه یې کړې.

سردار احمد شکېب زیاته ویلي، اسلامي امارت هم غواړي چې کډوال په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، په دې برخه کې افغان حکومت د لوړې کچې کمېټې تشکیل کړې او هڅه کوي، چې کډوال په ډېر عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی؛ چې افغان کډوال له تېرو ۴۰ کلونو پاکستان کې مېشت دې او نه یوازې دا چې چاته یې زیان نه دی رسولی، بلکې د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې یې هم مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي شکېب ویلي؛ امنیتي موضوعات او سیاسي اړیکې باید له کډوالو سره ونه تړل شي.

په دې لیدنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټې په جوړولو هم خبرې شوې دي.

په پای کې دواړو لوریو د کډوالو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.