ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه؛ د یو خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو.

دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د امارتي شرکتونو د انسجام خپلواکې ادارې او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید د وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده، چې ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړي سر کې ۱۰۰ میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ میګاواټه پورې ګازي برېښنا تولید کړي.