د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي، چې د نشهیي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي لپاره د اسلامي امارت جدي اقدام ګټور دي او بین المللي ټولنه دغه کار مثبت پرمختګ بولي.
اوتونبایوا زیاته کړې د سټلایټ په واسطه د اخیستل شوي عکسونه او زموږ معلومات ښیي، چې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی.
نوموړې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغان کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د زعفرانو د تخم مرسته کړې او موږ له افغان کروندګرو سره له چین او هند څخه هم د مرستو غوښتنه کړې. اوسنۍ بشري مرستې د افغان ولس لپاره بسنه نه کوي، هڅه کوو چې بشر پاله مرستې زیاتې شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ویلي، چې د جګړو له امله افغانستان کې اساسي کارونه ندي شوي، له افغانستان سره د نړیوال بانک ترڅنګ د نورو بین المللي بنسټونو مرستې اړینې دي.
مولوي عبدالکبیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د غذايي مصؤنیت، د بندونو، سړو خونو د جوړول په برخو کې لازیاته همکاري وکړي او نړیوال بانک او نړیواله ټولنه دې ناتمامې پروژې بشپړې کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي باید افغانستان کې د عمومي بښنې، د فساد جزیرو د ختمېدو، او سرتاسري سولې پیغام نړیوالو ته و رسوي او اوس مهال د تېرې ادارې ۵۵۵ ملکي او نظامي مقامات د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي.
نړیواله ټولنه باید له تور لېست څخه د اسلامي امارت د مقاماتو نومونو لرې کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د فعالې ډیپلوماسۍ او نېکو روابطو غوښتونکی ده.