ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی

د امریکا پر پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی.

 د امریکا پر پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ شنبه جولای ۱۳ مه په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته پداسې حال کې برید شوی، چې د پنسلوانیا ایالت کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله.

نوموړی چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید دی، په غونډې کې یې د هغو پولو یوه نقشه ښودله، چې په وینا یې غیر قانوني کډوال پرې متحده ایالاتو ته تیریږي چې ورباندې ډزې وشوې.

د راپورونو پر اساس د دغه برید شکمن بریدګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

ډونالډ ټرمپ تر برید وروسته په یوه پیغام کې خپل روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي يي دي، چې د غوږ له برخې سر سري ټپي شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي؛ ‌یو وسله‌وال تن یې ولید، چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدو لږ وړاندې یوه بام ته خوت.

دوي زیاته کړې، چې پينځه ډزې په پرلپسې ډول وشوې.‌

د نوموړي انتخاباتي سیال او اوسنی ولسمشر جوبایډن، چې د نومبر په میاشت کې به د ټرمپ سره په انتخاباتو کې سیالي کوي په یوې اعلامیې کې ویلي، د ټرمپ له روغتیا خوښ دی او ژر به د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل سیال سره خبرې وکړي.