د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د روزګان له مرستیال والي ملا باري ګل اخوند سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اغاجان بند د پروژې په اړه خبرې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزیر د ارزګان مرستیال والي ته ډاډ ورکړی، چې د اغاجان بند پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
ښاغلي منصور زیاته کړې؛ اوسمهال د یاد بند د مطالعاتو د امکان سنجي لپاره بودیجه منظوره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مقام لارښوونه هم د دغه پروژې د پلي کولو لپاره شتون لري.