ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قرغزستاني پانګوالو له ملا محمد حنیف حمزه سره په لیدنه کې؛ غواړو افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړو

د برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ملا محمد حنیف حمزه د قرغزستان هېواد هغه پانګوالو سره لیدنه کړې، چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

په دې لیدنه کې ملا محمد حنیف حمزه یاد پانګوال ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ موږ ټول له هغه کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره، چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي بشپړه همکاري کوو.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د امن له اړخه د نړۍ په کچه یو امن ترین هېواد دی او د پانګوالو سره د ښې همکارۍ او ورته د زمینې برابرولو په برخه کې هم نه ستړي کېدونکي هڅې کوي.

د سیمه ایزې پراختیا صندوق د کابل څانګې رییس عظمت مامبیکوف د برېښنا شرکت له رهبرۍ نه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکولو مننه کړې.

نوموړي په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړې او په وینا یې په دې اړه به ناستو ته دوام ورکوي.

ښاغلي مامبیکوف زیاته کړې؛ دا چې موږ د روسیې هېواد د بېلا بېلو معتبرو نړیوالو کمپنیو استازیتوب په غاړه لرو نو ویلی شو، چې د اوبیزو دستګاوو، برېښنا لېږد مزو، سب سټېشنونو او برېښنا يي تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې پوره وړتیا لرو او دې برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لرو.

موږ د ښې همکارۍ په نیت چمتو یو، چې ستاسې تخنیکي ټیمونو ته په خپل لګښت د روزنې زمینه هم برابره کړو.

د لیدنې په پای کې تخنیکي ټیمونو ته دنده سپارل شوې، تر څو له دوی سره د بېلا بېلو زمینو په اړه خبرې اترې وکړي او ورسره همکاري وکړي.