د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته د سفر په لړ کې فاریاب ولایت ته ورسېد.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په دې سفر کې د فاریاب ولایت له ځايي چارواکو، دیني علماوو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې ولیدل.
د فاریاب والي شعیب محمد رسالت د خلیفه سراج الدین حقاني سفر نیک اقدام او د فاریاب ولسونو لپاره ویاړ وبالهٔ.
نوموړي وویل: زمونږ مشران نیکان دي، او زمونږ سیمې ته د د نېکو خلکو راتګ د برکت او سعادت سبب ګرځي. د فاریاب مجاهدينو هم لکه د نور افغانستان د مجاهدینو په شان بې مثاله سرښندنې او قربانۍ ورکړې.
د غونډې یو بل ګډونوال محمد حسن د علماوو شورا مرستیال په خپله وینا کې د پیغمبر (ص) د یوه حدیث په استناد و ویل:
امارت هغه وخت د خلکو اعتماد حاصلولای شي چي کار وکړي، کار د کار اهل ته وسپاري او د بیارغونې پروګرامونو په طرحه او تطبیق وطن ورغوي.
د غونډې بل ګډونوال عبدالعلي سعید د هغې ورځې یادَونه وکړه چې په یوه ورځ ۶۰ کسان شهیدان شوي وو او حاصله شوې آزادي یې د همداسې مجاهدینو د وینو ثمره وبلله. نوموړي د فاریاب ولایت ولسوالیو ته د غزېدلو لارو د پخولو غوښتنه وکړه.
د غونډې یو بل ګډونوال قومي مشر عبدالقدوس د قوش تېپې کانال پروژې ته هیله مندي وښوده چې په بشپړېدو به یې ځمکې خړوبې شي او د خلکو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دې غوندې ته په وینا کې وویل، چې د فاریاب ولس هم د نورو افغانانو په څېر د هېواد د ازادۍ په ګټلو کې ونډه اخېستې او د مجاهدینو اتلولۍ او قربانۍ به یې د تاریخ د زرینو پاڼو برخه وي. یرغلګرو هڅه کوله زمونږ خلک جلا کړي، نفرتونه او فاصلې پیدا کړي؛ ځکه چې زمونږ له اتحاده ډارېدل. خو الحمدلله دا وحدت چې د ایمان او عقیدې پر بنیاد و، ټینګ پاتې شو؛ ځکه خو یوه بېوزلي ملت د دنیا متکبر او د ډېرو امکاناتو خاوندې لښکرې ماتې کړې، مونږ په یووالي او وحدت یرغلګر مات کړل. دا دی پروردګار په یوه اسلامي نظام نازولي یو چې ساتنه او بقا یې زمونږ او تاسې ټولو دیني وجیبه ده.
خلیفه سراج الدین حقاني د جهاد سختې ورځې یادې کړې او ویې ویل: زما د یوه شهید ورور جسد یې چې د کور انګړ ته راوړ، مور مې غوښتل د تابوت سر پورته کړي چې د خپل بچې وروستی دیدن وکړي؛ ما ورغږ کړ: مورې! زوی دې په داسې حالت کې نه دی چې ته یې وپېژنې. دا سختې یوازې پر مونږ نه، د دې مجاخد ولس ډېرو دردمنو کورنیو تجربه کړې. که مونږ هغه وینې او قربانۍ هېرې کړې، خیانت به مو کړی وي او رب ج به سخته سزا راکړي.
خلیفه صاحب وویل: که مونږ غواړو چې آرام ژوند ولرو نو، پرمختګ ولرو او له دې ټولو سختیو خلاص شو، د دې ټولو کیلي اتفاق دی. په اسلامي امارت کې الحمدلله دیني باور حاکم دی، په دې صف کې قومي فکر ته ځای نه شته. امیرالمؤمنین ته د بلخ، کندهار، بدخشان، فاریاب او پکتیا فرق نه شته، هېڅ مجاهد په دې باور نه دی او دا فاصلې د خپلې عقیدې او ایمان په زیان بولي.
ښاغلي حقاني په پای کې وویل؛ ما ستاسې خبرې او وړاندیزونه واورېدل، کوم چې زما او د کابینې د صلاحیتونو په حدودو کې دي، د حکومت د وس مطابق به اجراات وشي ان شاءالله او کوم چې زعامت پورې اړه لري، هغه به امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریک کړل شي.