د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د تیرې ادارې له ګڼ شمېر والیانو سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بهیر کې هغوی ته په هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د هوسا او باعزته ژوند په تیرولو خوښي ښودلې.
مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې دغه راز د ولس او حکومت تر منځ په اعتماد او نیږدې اړیکې روښانه کړي.
نوموړي په ټولو بهرمیشتو هېوادوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي تر څو په خپل هېواد کې د عزت او سکونت ژوند تېرکړي.
همدارنګه د تېري ادارې والیانو په هېواد کې له روان وضعیت څخه خوښي ښودلې، د لا نورو پرمختګونو او د شته وضعیت د دوام هیله یې څرګنده او همداراز یې د خپلو تجربو په رڼا کې له اسلامي امارت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې ترسره کړې دي.