ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې لیدنه؛ د مالي خدمتونو پر پراختیا خبرې شوي

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یونما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کړې او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې ور سره خبرې کړې دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک رییس د هېواد ټولو برخو د مالي خدمتونو پراختیا اړینه یاده کړې او دا یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې د ارزښت وړ بللې.

نور احمد اغا په دې غونډه کې ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه وغځوي او په دې وسیله ټول هېوادوال و کولی شي چې له دې خدمتونو څخه په مساویانه توګه برخمن شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان بانک د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره داسې مقرره رامنځته کړې ده، چې په پلې کېدو سره به یې یاد هدف په ښه ډول تر لاسه شي.

د ښاغلي نور احمد اغا په وینا، دې برخې ته د همکارو موسساتو پاملرنه کولی شي خلکو ته د دندو په رامنځته کولو او بې‌کارۍ کچې را ټیټولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان بانک رییس د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا د اوسني عصر اړتیا یاده کړې او په دې برخه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د مخکښو هېوادونو او موسساتو له تجربو ګټه اخیستنه مهمه بللې.

نوموړي ویلي، د افغانستان بانک ژمن دی چې دې برخې ته پراختیا ورکړي او په هېواد کې پر شرعي اصولو د ولاړو مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یونما مشرې هم د مالي خدمتونو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دا برخه یې د افغانستان د خلکو لپاره د خورا ارزښت وړ یاده کړې.