ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي په سرحدونو کې افغانانو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالخالق عابد سره ولیدل.

لیدنه کې ښاغلي عابد د یاد وزارت د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، یاد وزارت د افغانستان بېلابېلو قومونو سره همغږي رامنځته کړې، ګڼې قومي شخړې او دښمنۍ د ولسي او قومي جرګو له لارې حل شوي او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر وویل؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه دی، چې ولسونه او قومونه پرې راټول دي.

سیاسي مرستیال زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي په سرحدونو کې افغانانو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د یاد وزارت مرستیال ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.