د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سرپل ولایت ځايي چارواکو، دیني علماوو، قومي مشرانو او د خلکو استازو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د سرپل ولايت مرستیال محمد نادر حقجو د خلیفه سراج الدین حقاني د سفر له امله مننه وکړه او سرپل ته ورتګ او هلته له خلګو سره لیدل یې د امنیتي وضعیت د ډاډمنتیا قوي دلیل وښود.
حقجو زیاته کړه؛ سرپل کې سل سلنه امنیت ټینګ شوی، د استقلالیت په درشل کې د لوی شکر ځای دی چې مشران مو کورونو ته په پوښتنه راځي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دې غونډې ته په وينا کې وویل؛ بهرنیانو ملي وحدت ته زیان ورساوه او بې اعتمادي یې جوړه کړه، خو زموږ د ولس د ملي عزم په پایله کې د وخت واکمنې امپراطورۍ او نورو یرغلګرو هېوادونو لښکرو ماته وخوړه.
ښاغلي حقاني وویل؛ زموږ تر منځ نفرت د دښمنانو پاشلي زهر دي، موږ بهرنیانو د دې لپاره سره وېشلي وو چې اشغال یې دوام ومومي؛ دوی لاړل، ازادي راغله، شریعت نافذ شو او په اسلام کې تعصب او جلاوالی حرام دی، موږ بیا هغه وحدت لرو چې خپل مبارک دین راښودلی دی.
خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړه؛ هغوی چې پردیو سره یو ځای د خپلو افغانانو په کورونو ورننوتل، وطن او ازادي یې معامله کړل، هغوی سره یو ځای لاړل. اوس یې هم د تاریخ او اخرت پېټي ډېر درانده دي، نور دې زموږ مؤمن ملت ته د بهرنیو د خوشحالولو لپاره د بدو ورځو هیلې نه کوي او نه مونږ اجازه ورکوو چې هغه ترخې خاطرې بیا راژوندۍ شي.
حکومت ته د خلکو د مشورو او وړاندیزونو د ورکولو اړوند یې وویل: د وطن د ابادي او نظام د استحکام په موخه کومې مشورې او وړاندیزونه چې لرئ، راسره شریک یې کړئ؛ موږ خوشالېږو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین مربوط مسایل به تر هغوی ور ورسوم. هېچا ته د زورواکي اجازه نه ور کوو او نه باید حاکم له واکه غلطه استفاده وکړي.