د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د روزګان له والي مولوي محمد علي جان احمد سره ولیدل.
لیدنه کې ښاغلي احمد د روزګان د وضعیت په اړه د ریاستالوزرا کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په یاد ولایت کې د حکومتي ادارو چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وول، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د شهیدانو کورنیو او د معلولینو لاسنیوي ته د ځانګړې برنامې له لارې پام کوي، چې د روزګان ولایت ته به په کې ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه؛ په لرې پرتو سیمو کې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او ټولې اړونده ادارې به محرومو سیمو ته پاملرنه وکړي.
سیاسي مرستیال دغه راز په روزګان کې د سیمهییزو ادارو د چارو د سمون په موخه ښاغلي والي ته لازمې لارښوونې وکړې.