ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان شوي

صهیونیستي رژیم د غزې پر بېلابېلو سیمو خپل بریدونه جاري ساتلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې بریدونو له امله ۸۱ فلسطینیان شهیدان او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په یادو بریدونو کې د غزې مرکزي برخې نصیرات یو مسجد او د کډوالو یو کمپ هم په نښه شوي، چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې شهیدان شوي.

د غزې اوسېدونکي وايي، چې له روان وحشت څخه سخت ستړي شوي یو، زموږ ګناه څه ده او چېرې ولاړ شو؟!

فلسطین کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشر فلیپ لازاریني وايي: “غزه کې د جګړې ټول اصول مات شوي” په تېرو لسو ورځو کې لږ تر لږه ۸ ښوونځي، چې د بې‌ځایه شویو د سرپناه په توګه کارول کېدل، بمبار شوي دي.

ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د امنیت شورا کې ویلي، چې غزه کې د اسرائیلو جګړه “په تاریخ کې تر ټولو مستند شوې نسل وژنه” ده.

غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۷۹۴ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ زره او ۳۶۴ نور ټپیان شوي دي.