د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال سازمان له مرستیال ښاغلي کارل سکاو او مل پلاوي سره لیدلي.
لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي کارل سکاو او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان بېوزله او اړمنو خلکو سره د خوړو نړیوال سازمان د مرستو په پار مننه کړې او د یادو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده
ښاغلي حنفي ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او د افغانستان په هېڅ نقطه کې جنګ او ناامني نشته. اسلامي امارت په خپل زړور تصمیم سره عمومي عفوه کړې او د نشهیي توکو کښت، استعمال او قاچاق یې منع کړ، په نشه یي توکو د روږدو درملنه یې وکړه او سوالګر یې له بېلابېلو نقطو راټول کړل، خو بیا هم په یادو برخو کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مرستې کافي نه دي او باید زیاتې شي.
اداري مرستیال ویلي، د افغانستان په ادارو کې اداري فساد او کاغذپراني له منځه تللې، ښاغلي حنفي زیاته کړې، بندیزونه د حل لاره نه ده او حتی په بشردوستانه فعالیتونو هم منفي اغېز کوي، نو نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو لاره ونیسي.
مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه زیاته کړې، دا چې افغانستان د نږدې تېرې نیمې پېړۍ جنګ ناخوالو او وروستیو وچکالیو له امله زیانمن شوی، نړیواله ټولنه باید له دې صرف نظر ونکړي او همدارنګه د خنډونو د لیرې کېدو او د پراختیایي پروژو د عملي کېدو ملاتړ وکړي چې د ډیرې کاري زمینې د رامنځته کېدو لامل او بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.
د خوړو نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي کارل سکاو ویلي، دا سازمان له ۶۰کالو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو؛لکه د خوړو خوندیتوب او تغذیې برخوکې بشري مرستې او پراختیایي فعالیتونه کوي او زموږ موخه افغانانو ته د لا ډيرو نړیوالو مرستو راجلبول دي هغه ویلي، پخوا فساد یوه عمده ستونزه وه چې له نېکه مرغه له منځه تللی. نشه یي توکي کم شوي او په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی.
همدا راز کارل سکاو زیاته کړې؛ جګړو او اقلیمي بدلونونو په ریښتیا افغانان زیانمن کړي، بنا موږ بې وزله افغانانو ته د زیاتو بشردوستانه مرستو د راجلبولو هلې ځلې کوو
مولوي عبدالسلام حنفي: بندیزونه د حل لاره نده، نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي
