ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر سویس ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو، اصلاحاتو او د نړیوالو ادارو د عامې روغتیا له وزارت سره د ښې همغږۍ په موخه له مل پلاوي سره سویس هېواد ته سفر کړی.

د عامې روغتیا وزیر د دې سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې سربېره د بېلا بېلو نړیوالو ادارو په مجالسو کې ګډون کړی او د روغتیا په برخه کې د همکارو ادارو له عمومي مسولینو سره یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول، د پولیو ناروغۍ محوه کولو او د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، روڼتیا او په لا معیاري کېدو خبرې کړې دي.

د نړیوالو ادارو د مسولینو له لوري د روغتیا په برخه د تلپاتې او لا همکارۍ ژمنه کړې.

د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، ترڅو د هېواد ټولو وګړو ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې په همدې موخه د خپلې داخلي بودیجې ترڅنګ پر نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.