ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د افغانستان قوت او ثبات د ټولو قومونو په اتحاد او یووالي کې دی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له سرپرست مولوي عطاءالله عمري او د فاریاب له والي ملا محمد شعیب رسالت او د‌ ياد ولايت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

لیدنه کې راغلو مشرانو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د فاریاب ولایت د خلکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل د فاریاب له خلکو څخه په مننې وویل؛ اسلامي امارت د ټول افغان ملت کور دی او له هر ډول توپیر پرته یې د ټولو هېوادوالو لپاره دروازې پرانېستي دي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د افغانستان قوت او ثبات د ټولو قومونو په اتحاد او یووالي کې دی او اسلامي امارت کوښښ کوي چې ټول افغانان په یوه ټغر راټول کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل د خپلو خبرو په پای دوی ټه ډاډ ورکړ چې د اړوندو ادارو مسوولين به د فاریاب د خلکو ستونزو ته مناسبه حل لاره ومومي.