ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د ارغستان د لورې بند پروژه پیلیږي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یو خصوصي شرکت او د روسیې هېواد د اوبو او انرژي انسټیټوټ له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لورې بند په پروژه کې د پانګونې په اړه خبرې شوي دي.

د یاد شرکت مسولینو د ارغستان د لورې بند پروژې د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړی، دوی همداراز د دغې پروژې د سروې، تخنیکي مطالعاتو او ډيزاین د پيل په موخه خپل چمتووالی ښودلی.

د اوبو او انرژي وزیر د لورې بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره د یادو شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې ډېر ژر دې د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د هوکړه لیک سره سم عملي چارې پيل شي.