ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې رییس: افغانستان تېر څلوېښت کاله جګړو سخت ځپلی او اوس ډيرو مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د قطر هېواد د الغرافه خیریه موسسې له اجرائیوي رییس او مرستیال عبدالله جلال جلال او مالي مسول احمد محمد صلاح الدین فتح الله الکوراني سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.

لومړی قاضي القضات د قطر هیواد د الغرافه موسسې مسولینو په راتګ خوښي وښودله او د یادې موسسې خیریه کارونه یې وستایل.
شیخ عبدالحکیم حقاني زیاته کړه، چې قطر هیواد د افغانستان یو خواخوږی او دوست هیواد پاتې شوی دی او تل یې زموږ هیواد کې د امن او سوکالي راوستلو لپاره ګړندې او نه ستړې کېدونکې ګامونه اخیستې دي.
همدارنګه یې وویل، چې زموږ ګران هېواد افغانستان تېر څلوېښت کاله جګړو سخت ځپلی دی او د هېواد په هر ګوټ کې د وېجاړۍ نښې له ورایه ښکاري، هر کور او کلی مو د یتیمانو او کونډو څخه ډک دی، چې یاد مظلوم ولس مو زیات خدمتونو ته اړتیا لري تر څو خپل د ژوند چارې پر مخ بوځي.
د یادې موسسې اجرائیوي رییس عبدالله جلال جلال خپلو خبرو کې وویل، ډېر خوښ یو چې تاسو موږ ته وخت راکړ، تر څو خپلې برنامې ستاسو سره شریکې او په اړه یې ستاسو نېکې مشورې واخلو.
جلال زیاته کړه؛ موږ تل کوښښ کړی چې د افغانستان مظلوم ولس ته تعلیمي، روغتیايي او کاري فرصتونو اړوند خدمتونه وړاندې کړو، چې په دې اړه د همدې موسسې د بنسټګر شیخ علي بن عبدالله ال ثاني ال ثاني لخوا بېلا بېلو ولایاتو کې خیریه چارې پرمخ وړل شوي او اوس هم جریان لري.
همدارنګه د قطر الغرافه موسسې مالي مسول احمد محمد صلاح الدین فتح الله الکوراني ژمنه وکړه، چې دوی به نور هم د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې خپلو خیریه کارونه ته دوام او پراختیا ورکوي، تر څو ددې هیواد زیات خلک ترې مستفید شي.
په وروستیو کې قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني بیا هم له قطر الغرافه مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه او د نورو زیاتو خدمتونو ترسره کولو هیله ور څخه وکړه.